Image

پغمان ته د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د کارکوونکو علمي او سياحتي سفر

دا سفر چې تېره پنجشنبه ترسره شو، په يوه برخه کې يې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي گډونوالو ته وينا وکړه او پيل کې يې د دې سفر هدف بيان کړ. نوموړي د ستراتيژيک پلان بېلابېل اړخونه تشرېح کړل او هم يې د غنامندۍ په اړه د همکارانو نظرونه او تبصرې واورېدې. د ښاغلي يعقوبي په وينا، ستراتيژيک پلان د ادارې اساسي او اوږدمهالی پلان دی، چې په رڼا کې يې ټول اداري او علمي فعاليتونه په همدې لور سوقېږي. بيا د لوړو زده‌‌کړو وزارت د وروستي فيډبک په تړاو، چې څه موده وړاندې ملي د لوړو زده‌کړو موسسې ته په ليکلي ډول راورسېد او په کې ملي اعلی نمرې ترلاسه کړې وې، د کارکوونکو نظرونه واخېستل شول. په يوه بله برخه کې د ملي اړوند ټولو اداري، علمي او خدماتي کارکوونکو، د ادارې په اړه خپل رغوونکي نظريات، د ورځنيو چارو په اړه تحليلونه او تبصرې او همداراز د ستونزو حل‌لارې د ملي له مشرتابه سره شريکې کړې. عمومي رييس ډاکتر يعقوبي ژمنه وکړه، چې ټولې طرحه‌شوې نیوکې، نظريې، وړانديزونه او حل‌لارې به په پام کې نيسي او د عمل په ساحه کې به يې پلی کوي. په وروستۍ برخه کې همکارانو د پغمان له بېلابېلو نظارو خوند واخېست او سترگې يې د طبيعت په ښايستونو سېرابې کړې.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;