له معالجوي طب پوهنځي څخه د لسگونه محصلانو فراغت
د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسې له معالجوي طب پوهنځي څخه د لسگونه محصلانو فراغتغونډه ترسره شوه، چې پر محصلانو سربېره د ملي مشرتابه، استادانو او د يادو محصلانو د کورنيو غړيو هم په کې گډون درلود. د ملي عمومي رئيس، احمد الله مرشد صافي او علمي مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث غونډې ته په خپلو ويناوو کې نوموړيو ته د تيورۍ د دورې د فراغت مبارکي ورکړه، خو په ټينگه يې پرې سپارښتنه وکړه چې د ستاژ دوره لا ډېر ارزښتمن پړاو دی او بويه چې په دې لنډه خو مهمه مرحله کې د زړه له تله خواري وکړي. د محصلانو په استازولۍ فیض محمد گردېزي او خواجه خلیل الله صديقي خبرې وکړې. نوموړيو د ملي له ادارې او استادانو څخه له زړه مننه وکړه چې په دې تحصيلي دوره کې له دوی سره يې په نظري او عملي درسونو کې په اخلاص خواري وکړه او د همدې هلو ځلو په پايله کې يې نننۍ ورځ وليده.





