له پلازمېنې تر نورستانه؛ د هېواد ختيځ ته د ملي د محصلانو سياحتي سفر
ملي د لوړو زدهکړو موسسې د تحصيلي، کاري او ټولنيزو خدمتونو تر څنگ، دا ځل خپلو محصلانو ته د يوه سياحتي سفر تابيا ونيوله. په دې سفر کې د ملي پر استادانو او فرهنگي کارکوونکو سربېره، د خيبر پښتونخوا يو شمېر محصلانو ته د فرهنگي افکارو د تبادلې او گرځندوی سيمو څخه د ليدنې زمينه برابره شوه. د ښکلي کابل له ښاره د زرغون نورستان تر غونډيو؛ بيا لغمان، ننگرهار او کونړ هم د دې اوږده خو نهستړيکوونکي مزل دمې وې. د عدمتشدد د سرلاري خان عبدالغفار خان مزار، د کونړي سيند پر غاړه کمپيدا غرمنۍ، په اېش ټي وي کې د کافرستان د زمانې عبادتځای، د نورستان په شنو څادرونو پټ غرونه، د ولس بېريا مينه او سپېڅلتيا، د نجونو او مېرمنو درنه حيا، د مشرانو تواضع او خاکساري، د طبيعت بېنظيره نظارې، د خپلو خلکو په څېر پاکه هوا، ځای ځای د رڼو اوبو پُرکيفه موسيقي او لنډه دا چې د خدای د بېساريو کرشمو ننداره د سفر نههېرېدونکې خاطرې وې. ملي د لوړو زدهکړو موسسه د دې يادگاري سفر په ترڅ کې د نورستان له قدرمن والي ښاغلي شيخ شېراحمد حقاني، د اطلاعاتو او فرهنگ رياست د اطلاعاتو آمر ښاغلي خالقيار او نورو همکارانو څخه هم په ځانگړې توگه له زړه منندويه ده، چې په خپل مخلصانه کوربهتوب يې د ملي د استادانو او محصلانو مېلمهپالنه وکړه. اداره هڅه کوي چې په راتلونکي کې خپلو نورو محصلانو ته هم د ورته سياحتي او فرهنگي سفرونو زمينهبرابره کړي، چې هم به د دوی د درسي ستړياوو د رفع پلمه شي او هم به د نورو سيمو له فرهنگ، دودونو، ژبو او د فکر له طرزونو سره آشنا شي.





