د طبي څانگو فارغانو ته ښوونيز ورکشاپ؛ اگزېټ آزموينې ته د ښه چمتووالي لارې چارې
ملي د لوړو زدهکړو موسسې د طبي څانگو د محصلانو او فارغانو د ظرفيتلوړونې په پار يوورځنۍ ښوونيزه برنامه جوړه کړه چې هدف يې اگزېټ آزموينې ته د گډونوالو ښه چمتووالی و. په دې برنامه کې پر ملي سربېره د گڼو نورو پوهنتونونو فارغانو هم گډون وکړ او د استادانو له لارښوونو څخه يې گټه واخېسته. گډونوالو ته په وينا کې د ملي عمومي رئيس ډاکتر صداقت يعقوبي نوموړي وهڅول چې آزموينې لپاره خورا ډېره خواري وکړي او د خپلو کورنيو ليدلي خوبونه ور رښتيا کړي، ده زياته کړه: له هغې ورځې چې تاسې د ملي پر وره پل ايښی، ستاسې تر فراغته او تر ټولو طبي پړاوونو؛ موږ مو ملاتړي يو او ستاسې د ظرفيتلوړونې هېڅ موقع نه سپموو. ډاکتر يعقوبي له نورو پوهنتونونو څخه راغليو گډونوالو ته هم حوصله ورکړه او ډاډ يې ورکړ چې د خپلو محصلانو په څېر به ورته د علمي پرمختگ لارې پرانېزي. ورپسې د افغانستان د طبي شورا غړي، د طب پوهنځي پخواني رئيس او برحاله استاد، ډاکتر عزت الله حامد هغه ټولې لارې چارې او معلومات گډونوالو ته وړاندې کړل، چې له مخې يې په اگزېټ آزموينه کې د دوی د بريا چانس ډېروي. د فورم له ډکولو نيولې، د پوښتنو تر طرزه او بيا د ريفرنسونو تر ښودلو ټولې برخې يو په يو يې روښانه کړې. په وروستۍ برخه کې يوه نمونهيي آزموينه هم واخېستل شوه، تر څو هم فارغان د اگزېټ آزموينې له مېتود سره آشنا شي او هم خپله ارزونه وکړي. گډونوال خوښ په دې وو چې ملي يې په هر پړاو کې لاسنيوی کوي او هيلهمن بيا دې ته وو، چې راتلونکي لپاره به هم ورته دغه شان برنامې جوړېږي. د دې برنامې ښوونيز مواد دلته ښکته کولای شئ:
Exit_Exam Reg_Form
Exit_Exam-_Curative_Reference-1402 Dari SUBJECTS
Public_Seats1402
REF BOOKS
REF
REFF CHAPTERS
REFF
REG
رفرنس اکمال تخصص
رفرنس امتحان اگزیت اگزم
سوالات اساسی و مهم سه دورهی یگذشته امتحان شورای طبی
سولات Exit Exam بخش معالجوی 160 سوال
فورم شهرت دانشجویان
مکتوب طبی





