د معالجوي طب او حقوقو او سياسي علومو د فارغانو پرتمينه فراغتغونډه
تېره ورځ د ملي د لوړو زدهکړو له موسسې څخه د تازه فارغو شويو محصلانو د فراغت مراسم ونمانځل شول، چې د موسسې پر مشرتابه او علمي او اداري کارکوونکو سربېره، فارغانو، د فارغانو کورنیو او يو شمېر اکاډميکو څېرو په کې برخه لرله. د ملي اداري او مالي مرستيال استاد نجيب الله شينواري ټولو فارغو محصلانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او د دوی فراغت يې د افغانستان د روښانه راتلونکي يوه دريڅه وبلله. نوموړي، استادانو ته هم د دې وياړمنې شېبې مبارکي ورکړه چې د خپلو محصلانو په روزلو کې يې ستړيا وگاللـه او بالاخره د بريا دا موقع يې يقيني کړه. ښاغلي شينواري د سپارښتنې په ډول پر ټولو فارغانو غږ وکړ، چې خپلې زدهکړې همدلته ونهدروي، بلکې د يوې بلې تحصيلي دورې لپاره چمتووالی ونيسي. ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي سرمحقق عبدالولي بصيرت خبرې وکړې او د ملي ټولې کورنۍ ته يې د دې سرفرازۍ مبارکي ورکړه. د سياست د علم يوې بلې مشهورې څېرې دکتور راهب الله کشاف هم ځان په دې سرخرويۍ کې ځکه شريک وباله، چې همدلته يې د استادۍ سپېڅلې دنده مخ ته وړې ده. ورپسې د فارغو محصلانو په استازولۍ محمد عوض او عبدالهادي توخي خبرې وکړې او له ادارې څخه پر مننې سربېره يې ملي خپل همېشنی کور ياد کړ. ياده دې وي، چې دا د معالجوي طب پوهنځي ۸تمه او د حقوقو او سياسي علومو ۱۲مه تحصيلي دوره وه، چې له ملي څخه فارغه او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوه.





