له کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته او د کلنيو کړنو د راپور وړاندې کول
د ملي د لوړو زدهکړو موسسې مشرتابه نن تر غرمې وروسته د ادارې په کچه له ټولو کارکوونکو سره د يو شمېر علمي او اداري مسايلو په اړه بحث وکړ، د مجلس په پيل کې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي له گډونوالو سره د 1402 تحصيلي کال د هغو فعاليتونو لنډ راپور شريک کړ، چې ترسره شوي دي. ښاغلي يعقوبي دا کال له برياوو او علمي لاستهراوړنو ډک کال ياد کړ او له ټولو هغو کارکوونکو څخه يې مننه وکړه، چې د دې برياوو په ترلاسهکولو کې يې زيار ويستی و. د عمومي رييس په وينا، د ملي رهبري تر هر څه وړاندې کيفيت ته ژمنه ده او په دې اصولي لاره کې هېڅ مصلحت ته غاړه نهږدي، د تېر کال په اوږدو کې د محصلانو او استادانو ستونزې، د څېړنو پراختیا، علمي لاستهراوړنې، د علمي مجلې د جواز اخېستل، نشراتي او فرهنگي فعاليتونه، اداري پرمختگونه، درسي ننگونې او يو شمېر نور هغه مسايل وو، چې په تفصيلي ډول پرې د کارکوونکو له لوري بحث وشو. ټولو ژمنه وکړه، چې د 1402 لمريز کال نيمگړتياوې به په راتلونکي تحصيلي کال کې جبرانيږي او د لاستهراوړنو او علمي پرمختگونو دا لړۍ به تر دې څو برابره غوره ساتل کيږي.





