خبريالانو لپاره د ملي د لوړو زدهکړو موسسې له لوري د روغتيايي خدماتو اعلان
ملي د لوړو زدهکړو موسسې نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو لپاره د غاښونو د درملنې او لابراتواري معايناتو په برخه کې روغتيايي خدمات اعلان کړل، چې له مخې به يې هر خبريال د اندک فيس په بدل کې له دغو طبي چوپړتياوو څخه برخمن کيږي. ياد خدمات نن تر غرمې د مخه د هغه پوهاوليک د متن له مخې رسنيز شول، چې د ملي د لوړو زده کړو موسسې او د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې تر منځ لاسلیک شو. د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د محصلانو چارو مرستیال دکتور عبدالحمید جلیلی کنفرانس ته د وينا پر مهال، رسنۍوال د ټولنې د عمومي افکارو رغوونکي او د بشري ټولنې د ترينگلو حالاتو قربانيان ياد کړل. ښاغلي جليلي زياته کړه: خبريالان تل د ولس او حکومت تر منځ د رابط رول لوبولی، دوی د لوړ شعور خاوندان دي او همدوی دي، چې ټولنه يې د عالي فکر تر لوړو مدارجو رسولې. تر نوموړي وروسته د افغانستان آزادو ژورنالیستانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي د ملي د لوړو زده کړو موسسې او مشرتابه څخه مننه وکړه، چې له يوه زحمتکښه قشر سره خپله خواخوږي ښيي، د نوموړي په خبره، ژورنالېستانو تل ځانونه ستړي کړي، خو په بدل کې يې د جامعې عليا گټه ترلاسه کړې، که د دوی مایک او کېمره نهوای، ښايي د ډېرو حقدارو په حق کې شوي ظلمونه کله هم نهوای رابرسېره شوي. ورپسې د یادې اتحادیې مرستیال او د ژورنالیسانو د دفاع کمېټې مسوول عبدالمعید هاشمي د ژورنالیستانو پر اوسني وضعيت رڼا واچوله او له موسسې څخه د لا ډېرو تحصیلي او روغتيايي خدماتو غوښتونکي شو. بیا د موسسې د ستوماتولوژي پوهنځي ريیس ډاکټر بشیر حبیب د اعلانشويو صحي خدماتو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل، چې له مخې به يې هر خبريال له اندک فيس سره له دغو طبي آسانتياوو او خدمتونو برخمن کيږي.





