ملي د نړۍ د 303 پوهنتونونو تر منځ 121م مقام خپل کړ.
د يوې نړيوالې معبترې ادارې د درجهبندۍ له مخې، ملي د لوړو زدهکړو موسسې د 303 پوهنتونونو تر منځ په رسمي ډول 121م مقام خپل کړ. دا اداره (Higher Education Ranking) نوميږي او د کانديد پوهنتونونو آنلاين ارزونه يې په روانه مياشت کې بشپړه کړه، د ارزونې دغه چارې د يادې ادارې د تخنيکي ټيم له لوري مخ ته وړل شوي او تر دقت وروسته د دوی په وېبپاڼه کې خپرې شوي. ملي د لوړو زدهکړو موسسه خپلو ټولو علمي او اداري کارکوونکو، محصلانو او فارغانو ته د دې سترې لاستهراوړنې مبارکي وايي او د باکيفیته لوړو زدهکړو د وړاندېکولو په برخه کې خپل تعهد بيا تازه کوي. د HERANKING د درجهبندۍ پړاوونو او د دې ادارې په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره د دوی رسمي وېبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ. https://ranking.heranking.com/2024/mili.edu.af





