Image

د نويو محصلانو د ښه‌راغلاست غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې، د پسرلني سمستر لپاره د نويو جذب‌شويو محصلانو د هرکلي او د موسسې د اصولو د تشرېح په پار جوړه شوې وه، د ملي پر مشرتابه او استادانو سربېره، د درې‌گونو پوهنځيو محصلانو هم په کې گډون لاره. په پيل کې د نشراتو او فرهنگي چارو آمريت له لوري د ملي د تاريخچې او پېژندگلوۍ په اړه لنډه ويډيو نندارې ته وړاندې شوه، چې په کې د ملي له بنسټ‌ايښودنې تر دې دمه د کړنو، لاسته‌راوړنو، لوړو ژورو او دلته د شته آسانتياوو او امکاناتو انځورگري شوې وه. د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د محصلانو چارو مرستيال، دکتور عبدالحميد جليلي محصلانو ته په وينا کې نوموړيو ته د يوه بل سپېڅلي سفر د پيل مبارکي ورکړه. نوموړي محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې اداره به ټول هغه امکانات برابروي، چې دوی يې د خپلو باکيفيته زده‌کړو په برخه کې ورته اړتيا لري. ښاغلي جليلي له گډونوالو څخه هم وغوښتل چې له ادارې سره همکار شي او د اړتيا په صورت کې خپلې نظريې، رغنده نيوکې او ستونزې تر دوی ورسوي. د طب پوهنځي تدريسي مدير لايق شاه شينواري د کرېډېټ لايحه او د محصلانو چارو آمر محمد شريف اميري د نظم او دسپلين پالېسي او د محصل ژمنليک تشرېح کړ. ورپسې د محصلانو په استازولۍ اقبال کريمي وغږېد او د ملي له ادارې يې مننه وکړه چې دوی ته يې د نظري او عملي زده‌کړو منظم چاپېريال برابر کړی، نوموړي ژمنه وکړه چې د يوه محصل په توگه به د خپلې ادارې ملاتړ کوي او دوی ټول به نافذه اصولو ته متعهد پاتې کيږي. د غونډې په پای کې ټول محصلان په ټاکليو بسونو کې د خپلو مشخصو مسيرونو پر لور ولېږدول شول او له دې سره د ټرانسپورټ د لېږد پيل وشو.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;