Image

د ښوونکي ورځ له شانداره مراسمو سره ونمانځل شوه.

د ملي د لوړو زده‌کړو د درې‌گونو پوهنځيو محصلانو او د فرهنگي او ورزشي کمېټې له لوري، نن د ښوونکي مقام ته د درناوي په پار ونمانځل شوه. د محصلانو په استازولۍ شتاب خیرخواه، محمد ابرار، عصمت الله موسی‌زوی ويناوې وکړې او د استاد د ارزښت، عظمت او شان په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټولنه د معلم د ښېگڼې پوروړې وبلله او په وينا يې، چې که ښوونکی نه‌وای، نن به نړۍ د جهالت په تيارو کې اوسېده. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد، غمي آرش هم د موضوع په تړاو وينا وکړه او د غوره ښوونکي ځانگړنې يې بيان کړې. د نوموړي په ټکو، د بل هر قشر پرتله د استادانو رسالت دروند دی او بويه چې په ډېر اخلاص او امانت‌دارۍ د ټولنې راتلونکې روښانه کړي. علمي مرستيال عبدالصبور مومند له محصلانو وغوښتل، چې يوازې همدا ورځ دې ښوونکي ته نه ځانگړې کوي، بلکې د استاد ستړيا او پرلپسې خواريو ته په کتو دې د استادانو مينه په زړونو کې تل ژوندۍ وساتي. ښاغلي مومند له استادانو وغوښتل چې د استادۍ ټولو مواصفاتو ته ژمن پاتې شي او هغه دروند مسووليت چې د ټولنې له لوري دوی ته ورکړل شوی، په امانت‌دارۍ سره سمبال کړي. د پای په برخه کې گڼ شمېر محصلانو د درناوي په دود، استادانو ته گلان ډالۍ او د درناوي مراتب يې پر ځای کړل.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;