د ننگرهار پوهنتون او ملي د لوړو زدهکړو موسسې تر منځ پوهاوليک لاسليک شو.
د گډو همکاريو دغه پوهاوليک چې د ننگرهار پوهنتون د رييس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د رييس ډاکتر صداقت يعقوبي تر منځ لاسليک شو، يو شمېر اکاډميک موضوعات په کې تر بحث لاندې راغلي دي. په دې ناسته کې، چې د ننگرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي او د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي هم حاضر وو؛ د ملي د لوړو زدهکړو موسسې رييس ډاکتر يعقوبي خوښي وښوده، چې د هېواد په کچه له دويم معتبر پوهنتون سره د دوامداره مرستو لړۍ پيلوي، نوموړی هيلهمن و، چې د علمي همکاريو د دې ور له پرانېستلکېدو سره به دواړه لوري د څېړنو پراختيا لپاره کار وکړي. د ننگرهار پوهنتون رييس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال هم د همغږۍ او تعاون د دې سند لاسليک دواړو اکاډميکو مرکزونو په گټه وباله او له اړوندو څانگو يې وغوښتل چې د عملي کولو په برخه کې يې له اغېزناکو پايلو سره مخ ته لاړ شي. د پوهاوليک د متن له مخې، پر يو شمېر نورو اساسي مسايلو سربېره د نشراتي پوښښ، څېړنيزو پروژو د تطبيق، ظرفيتلوړونې او همداراز د کريکولمونو په جوړولو کې به دواړه لوري يو له بل سره همکاري کوي. ياده دې وي، ملي د لوړو زدهکړو موسسې تر دې وړاندې هم په کوردننه او بهر له ورته معتبرو اکاډميکو مرکزونو سره د همغږۍ پوهاولیکونه لاسليک کړي، چې د استادانو، محصلانو او په ټوله کې د درسي او علمي بهير په برخه کې يې محسوسې اغېزې لرلي دي.





