Image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت پلاوي د ملي فعاليتونه مثبت وارزول.

ياد پلاوي د ملي لوړو زده‌کړو موسسې له مشرتابه سره په ناسته کې پر يو شمېر موضوعاتو تفصيلي خبرې وکړې، په ناسته کې د ملي لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو د محصلانو د تحصيلي بهير په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل او له پلاوي څخه په يادو برخو کې د همکاريو غوښتونکی شو. د پلاوي غړيو په يوه بله ناسته کې د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو له هغو محصلانو سره هم وليدل، چې اوس‌مهال په ملي کې خپلې زده‌کړې مخ ته وړي. محصلانو د ملي د درسي چاپېريال او هغو امکاناتو يادونه وکړه، چې دوی ترې برخمن دي، دوی له استادانو څخه هم خوښي وښوده او دلته وړاندې‌کېدونکي آسانتياوې يې عالي وبللې. نوموړيو د خپلو ويزو او قبايل کارتونو ستونزه هم د پلاوي مخې ته کېښوده، د کومې له امله چې وخت ناوخته دوی له ستونزو سره مخ کيږي. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت پلاوي خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې دوی ته به د دوی د زده‌کړو په لاره کې لا نور امکانات او آسانتياوې برابروي. دوی د اسنادو او قبايل کارتونو د ستونزو تر څنگ، د ويزو د ځنډ له امله هم د محصلانو د درسي بهير د ټکني کېدو ننگونه ومنله او ژمنه يې وکړه، چې د حل يوه اساسي لاره به ورته لټوي. پلاوي د ملي لوړو زده‌کړو موسسې له مشرتابه او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې قبايلي محصلانو ته يې ځانگړې پاملرنه کړې او غوښتنه يې وکړه، چې په دې برخه کې بايد نورې آسانتياوې هم برابرې شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;