د ملي فرهنگي مجلې پنځمه گڼه له چاپه راووته.
د ملي فرهنگي مجلې د دې گڼه لمنه د هېواد د تکړه ليکوالو په په بېلابېلو فرهنگي، ادبي، ديني، ټولنيزو او هنري موضوعاتو ښکلې ده. دا گڼه ټوله 64 مخه ده، چې د رنگه پښتۍ زړهراښکوونکي مطالب يې لوستونکي له ورايه خپل لوست ته رابولي. که نور درانه ليکوال، محصلان او استادان هم په دې ارزښتمنه خپرنۍ کې د خپلو ليکليو مطالبو نشر او خپرېدو ته لېواله وي، کولای شي، چې سر له نن څخه راتلونکې گڼې لپاره خپل موضوعات د نشراتو او فرهنگي چارو آمريت ته واستوي، د ملي مجلې کتونکی پلاوی يې د ټاکلو آرونو له مخې ارزوي او چاپ ته يې سپاري. هيله ده چې د دې مجلې شپږمه گڼه ستاسې په ليکنو ښايسته شي.





