علمي – څېړنيز سيمينار: د اسلامي شريعت په رڼا کې د مورنيو شيدو بانکونه
د څېړنو کمېټې په همکارۍ، د ملي لوړو زدهکړو موسسې د علمي مرستيال محمد حنيف معاذ له لوري، (د اسلام په رڼا کې د مورنيو شيدو بانکونه) تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز سيمينار وړاندې شو، چې د موسسې کارکوونکو او استادانو په کې گډون کړی و. په دې سيمينار کې د موضوع مختلف اړخونه، لکه: د شيدو د بانک پېژندنه، د شيدو د بانک ارزښت، د جوړېدو حکم، د اسلامي شريعت په رڼا کې يې فتواوې او قرارونه او يو شمېر نور مسايل په هر اړخيزه توگه وشنل شول. د ښاغلي معاذ په وينا د دې سيمينار د جوړېدو موخه د شيدو د بانک پېژندنه او شاليد، د دغه شان بانکونو د جوړېدو له امله يې پر مور او ماشوم اغېزې او د شريعت د احکامو او انساني کرامت د ساتنې په رڼا کې يې د مختلو ابعادو روښانه کول دي. د سيمينار په پای کې روښانه شوه، چې په اسلامي ټولنه کې د مورنيو شيدو د بانکونو جوړول حرام او نامناسب عمل دی، علمي مرستيال زياته کړه:”په اسلامي نړۍ/ هیواد کې د مورنیو شیدو بانکونو جوړول حرام دي او لدې څخه رضاع هم حرامه ده، د شرعي دلايلو په استناد، له دغو بانکونو څخه د شیدو څښل حرام دي او تر څنگ یې دا سخته ده چې په تحریم بالرضاع کې یو څوک رانهشي چې لدې سره بیا سخته لوېې ستونزې را ولاړیږي، دې ته په کتو چې شریعت د مصلحتونو د جلب او د مفاسدو د دفع لپاره راغلی دی.“





