بهرنيو چارو وزارت ته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلانو علمي سیر
د بهرنيو چارو وزارت ته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلانو علمي سير د محصلانو د ظرفيتلوړونې او علمي او عملي ليدنو په ترڅ کې، تېره ورځ د ملي لوړو زدهکړو موسسې د حقوقو او سياسي پوهنځي محصلانو د بهرنيو چارو وزارت وليد او هلته يې د مختلفو څانگو له مسوولينو څخه معلومات ترلاسه کړل. محصلان د ياد پوهنځي د استاد ښاغلي.... په لارښوونه او له وړاندې د تنظيمشوي مهالوېش له مخې، سهار مهال د بهرنيو چارو وزارت انگړ ته ورسېدل، په پيل کې اړوندو مسوولينو د وزارتخونې په اړه معلومات ورکړل او په حکومتي اډانه کې يې د دې کليدي ادارې پر رول او مقام خبرې وکړې. وروسته د لارښودو مسوولينو په مرسته، قونسلي رياست، د تشريفاتو رياست، دويم او درېيم سياسي رياستونه، اقتصادي ریاست، د حقوقو او معاهدو رياست او گڼ شمېر نورې څانگې يو په يو وليدل شوې او د مسووليتونو او ارزښتونو په اړه يې محصلانو ته معلومات وړاندې شول. د حقوقو او سياسي پوهنځي محصلان خوښ وو، چې د خپلو نظري درسونو تر څنگ يې د يوې عملي ارزښتمنې ليدنې موقع ومونده او دا يې پر خپل درسي بهير اغېزناک وباله. ملي د لوړو زدهکړو موسسه ژمنه ده، چې د خپلو ټولو پوهنځيو محصلانو ته د عملي کار زمينې برابروي او په دې لار کې له ټولو امکاناتو پوره پوره گټه اخلي. د يادونې وړ ده، چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی يوه مهمه او ارزښتمنه تحصيلي څانگه ده، چې ګڼ مينهوال لري، د ملي ادارې دوی ته د نظري درسونو تر څنګ د تمثيلي محکمو، حقوقي کلينک، جنايي لابراتوار، د حقوقي مشاورو وړيا دفتر او گڼ نور امکانات برابر کړي.





