د کونړونو تر دنگو نښترونو او د کونړي سيند تر ياغي څپو د محصلانو فرهنګي سفر
فرهنگي-سياحتي سفر د کونړونو تر دنگو نښترونو او د کونړي سيند تر ياغي څپو د چهارشنبې سهار د مختلفو ولايتونو محصلانو د هېواد ختيځ ته د سفر تابيا نيوله، د پوهنتون مشرتابه له وړاندې هوډ کړی و، چې له يوې بلې ډلې ځوانانو د درسونو ستړيا هېره کړي او د فرهنگي سفرونو دا لړۍ پسې غځېدلې وساتي. محصلان د هېواد ختيځ ته د سفر پنډونه وتړل، سهار ۹ بجې د ملي له انگړه د (ملي) بس د لبجر په څلورلاري د هوايي ډگر لور ته ور تاو شو. د ماهيپر په غاښي کې د سنبلې نسبتاً سړه هوا ډېره ښه محسوسېده، خو ځينو بيا لا اټکل نهکاوه، چې لنډو ساعتونو کې به د مشرقي تودوخه دا سړښت د توقع خلاف مغلوب کړي. د سبا ورځې د ډاکترانو سپين کاسټر موټر د تور سرک سينه څېروله او لومړی يې د لغمان د قرغيو او بيا يې ننگرهار له سرخرودو ولسوالۍ د نندارو فرصت برابر کړ. له وړاندې د پلان شوي مهالوېش له مخې، لومړی د ننگرهار پوهنتون ته لاړو او هلته مو د محصلانو چارو له مرستيال، پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي سره وليدل، نوموړي د ملي لوړو زدهکړو له موسسې سره د کړې تفاهمنامې د لاسليککړي پوهاوليک پلېکېدا ته ژمنتيا وښوده او محصلانو ته يې په طبي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. ماسپښين دوه بجې جلالآباد ښار ته ورسېدو او رسا د ننگرهار پوهنتون طب پوهنځي پر وره ورننوتو، استادانو او مسوولينو سره تر روغبړ وروسته مو د ياد پوهنځي عظيمالشانه کتابتون وکوت، په دې کتابتو کې شاوخوا يوولس نيم زره کتابونه دي چې د طب پوهنځي اړوند دي او په مختلفو -ملي او نړۍوالو- ژبو کښل شوي. د ودانۍ په يوه بله برخه کې د مختلفو څانگو لابراتوارونه هم د کتو وو، چې په مجهزو امکاناتو او موډرنو وسايلو سمبال وو، محصلانو په هره برخه کې له استادانو او مسوولينو پوښتنې کولې او هغوی په ورين تندي ځوابونه ويل. دوی پسې د نابغهی شرق، سيد جمال الدين افغان د کاله مزل پيل شو، کونړ د هېواد په ختيځ کې پروت تاريخي ولايت دی، چې شمال ته يې نورستان او سهېل ته يې ننگرهار ولايتونه پراته دي او ختيځ کې بيا له خيبر پښتونخوا او په لويديځ کې له لغمان ولايت سره نښتی دی، دا ولايت د پراخو ځنگلونو، مهذبو کلتورونو، علميت او فلسفو او نادرو رواياتو له امله مشهور دی، چې هر کال زرگونه سيلانيان يې نندارې ته ورځي. د ملي محصلان مازيگر مهال د کونړي ژبغړاند سيند نندارې ته تم شو، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د سيند تر غاړې د مازيگر ننداره لاجوابه وه، ډلې ډلې ځوانان او مشران ور روان وو او خپله ستړيا يې د دې ځای د معروفو (شيدو چای) په څو گوټونو هېروله. شپې تېرولو لپاره په اسعدآباد ښار کې د پاتېکېد انتظام شوی و، د سړو سيمو محصلانو د ښار له گرمۍ شکايت کاوه، خو چې بله چاره يې ونهليده، ځانونه يې په خپله په دې متل ډاډه کړل چې: له کومې بلا خلاصی نه وي، دوه لاسي ورغاړې وځه! د بلې ورځې د مهالوېش مهمه برخه د دانگام ولسوالۍ سفر و، د ځايي اوسېدونکو په وينا، د دې ولسوالۍ ښکلا جنتنظيره او کمسارې وه، موږ هم په شنو درو کې د کونړ سيند او دنگو زرغونو غرو ترمنځ د يوه بل ناياب سفر پيل وکړ، له ښاره په وتو مروره، شيگل، شلتن، آسمار او بيا د دانگام د هسکو غرونو او په ځنگلونو پوښلشويو نظارو ديدن د دې دنيا جنتنما نندارې وې، په لاره کې د خلکو ظاهري کلتورونه، د ژوند طرز، افکار او کړه وړه محسوسېدل، محصلانو به ځای ځای دمه اخېسته، له خلکو سره به يې خبرې کولې او د فرهنگونو لنډه تبادله به وشوه. تر شاوخوا څلورساعته مزل وروسته يوه دره د غرمنۍ او دمې لپاره وټاکل شوه، ټولو په گډه اخلی پخلی وکړ او تر چايو او لمانځه وروسته بېرته د اسعدآباد او بيا له هغه ځایه د جلالآباد سفر پيل شو، مازيگر ناوخته د کامې ولسوالۍ ته ورتاو شو او هلته مو د شنو چمنونو په غېږه کې د مشرقي پر گرمۍ د کامې د شيريخ ساړه ورتوی کړل او چې دا مېله هم تمامه شوه، نور مو د کابل لاره ونيوله. حقيقت دا دی، چې د افغان وطن هره څنډه خدای تعالی په سل او زر قسمه ناز و نعمتونو نازولې ده، په ځانگړي ډول کونړ د لرغونو او گرځندوی سيمو، بډايه کلتوري ميراثونو، خدایورکړې ښېرازيو، لوړو غرونو او د نښترو او څېړيو د ځنگلونو له امله د ښکلا دومره مالامالې لمنې لري، چې په لږې پانگونې په کور دننه او له هېواده بهر گرځندويانو لپاره يوه بېبها عايداتي سرچينه کېدای شي. تل دې وي افغانستان! تل دې وي د وطن ښايستونه! يادونه: د دې سفر ويډيويي بڼه به ډېر ژر د ملي پر فېسوکپاڼه او يوټيوب چينل خپره شي.





