د OBE او SCL په اړه درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
دا ورکشاپ چې د ملي لوړو زدهکړو موسسې د مسلکي پراختيا مرکز له لوري ترسره شو، د رورنې چارې يې د پکتيا پوهنتون د استاد، پوهندوی دکتور احسان الله پامير له لوري پر مخ يوړل شوې. په دې ورکشاپ کې د ملي د درېگونو پوهنځيو استادانو او اکاډميکو مسوولينو گډون وکړ او له ټاکلي مهالوېش سره سم، پرلپسې درې ورځې د يادې برنامې له منځپانگې برخمن شول. پر پايلو ولاړې زدهکړې او شاگردمحوره زدهکړې د دې ورکشاپ عمده برخې وې، چې گډونوالو پر نظري زدهکړو سربېره د عملي کار برخې هم تجربه کړې. په پای کې د موسسې د مشرتابه په لاسونو ګډونوالو ته تصديقپاڼې ووېشل شوې.





