د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ترجمې رییس د ملي څېړنيزې چارې وارزولې.
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ترجمې رییس دکتور حمیدالله مزمل او مل پلاوي د ملي لوړو زدهکړو موسسې له عمومي رییس ډاکتر صداقت یعقوبي، د علمي چارو مرستیال محمد حنیف معاذ او د څېړنو آمر دکتور لطف الرحمن آفتاب سره ناسته وکړه. نوموړيو په ملي کې د ترسرهشويو او روانو څېړنيزو پروژو، علمي سمينارونو او نورو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او په اړه يې له پلاوي سره جزيات شريک کړل. ښاغلي مزمل ملي د هېواد په کچه له ښو بنسټونو څخه ياد کړ او د څېړنو په برخه کې يې د دوی ترسرهشوې چارې مثبت وارزولې، نوموړي سپارښتنه وکړه، چې له خپلو شته تجربو او امکاناتو څخه په گټنې دې د هیواد په تحصیلي او علمي چارو کې لا ونډه واخلي. ښاغلي يعقوبي ډاډ ورکړ، چې څېړنيزې چارې يې لومړيتوب دي او په دې برخه کې به د لارې هېڅ خنډ نه پرېږدي.





