د اُمناء پلاوي ناسته ترسره شوه.
نن تر غرمې وروسته د ملي لوړو زدهکړو موسسې اًمنا پلاوي د پلان له مخې خپله ناسته ترسره کړه او د يو شمېر مهمو او اساسي مسايلو په اړه بحث وشو. دا ناسته د ياد پلاوي د غړيو پوهاند عبدالشکور حسيني، پوهاند نقيب الله سهاک، ډاکتر سيد خالد راشد، پوهنمل سعيدالرحمن احساس او تر څنگ يې الحاج عيارالحق شمس او ډاکتر صداقت يعقوبي په شتون کې ترسره شوه. د اجنډا له مخې، د ملي لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د تېر کال پر لاستهراوړنو، پرمختگونو او ننگونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي ۱۴۰۲ لمريز کال د ملي د پرمختگونو او لاستهراوړنو کال وباله او په دې لاره کې يې پرتې ستونزې هم يادې کړې. په همدې ترڅ کې راتلونکي پلانونه، په اقتصادي، ټولنيزو او مديريتي برخو کې د مؤسسې د پلانونو پر وړاندې پراته خنډونه، د کړنلارو او لايحو منظوري، د فيسونو ټاکل او يو شمېر نور موضوعات تر بحث لاندې راغلل. په پای کې د اُمنا غړيو، مسوولينوته د ځينو مسايلو په تړاو سپارښتنې وکړې، همدا راز وړاندې شوي پلانونه تاييد او او د روان کال لپاره يو شمېر مهم موضوعات ومنل شول.





