د غوره محصلانو ستاينغونډه ترسره شوه.
د ملي لوړو زدهکړو موسسې د فرهنگي او نشراتي کمېټې له لوري، د غونډو په تالار کې د تېر سمستر د غوره محصلانو ستاينغونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د موسسې پر علمي پر مرستیال محمد حنیف معاذ، د مالي او اداري چارو مرستیال نجیب الله شینواري، د ستوماتولوژي پوهنځي ريیس ډاکتر بشير احمد حبیب، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس هدیت الله بهین سربېره ددرې گونو پوهنځیو استادانو او محصلانو گډون کړی و. په غونډه کې د محصلانو په استازولۍ بېژن حسین خېل، شتاب خیرخواه او سليمان ناصري خپلې ویناوې گډونوالو ته واورولې. نوموړو محصلانو د ملي لوړو زدهکړو موسسې له رهبري مننه وکړه، چې نورو برخو ته د توجه تر څنگ د محصلانو، د تشویق او ستاینې لپاره ورته برنامې دایروي. د موسسې د علمي چارو مرستیال محمد حنیف معاذ محصلانو ته په خطاب کې وويل، چې د موسسې رهبري د محصلانو د تشويق او ظرفیت لوړونې په موخه غوره برنامې په پلان کې لري، چې وخت پر وخت به یې عملي کوي نوموړي له محصلانو وغوښتل، چې د خپل رسالت د اداء کولو او خپلو اساسي موخو د ترلاسه کولو په پار لا ډېر زحمت وباسي. د موسسې د اداري او مالي چارو مرستیال د غونډې گډونوالو ته د موسسې په زېربینايي انکشاف او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د موسسې رهبري د یو سالم علمي او اکاډمیک چاپېریال د رامنځته کولو په هڅه کې ده. د غونډې په وروستیو شېبو کې د موسسې د تېر سمستر بااستعداده او غوره محصلان د لا تشويق په موخه په ستاينليکونو ونازول شول.





