Image

په USMLE آزموينه کې د ملي د يو تن فارغ، بريا

ډاکتر لمر جاوید هغه ستوری دی چې پر کال 2021 زېږديز کې د ملي لوړو زده‌کړو موسسې له معالجوي طب پوهنځي څخه فارغ او په لږه موده کې يې د نورو زده‌کړو لاره ونيوله، نوموړي د ماشومانو د داخله ناروغيو په برخه کې تخصص وکړ او اوس‌مهال د هېواد په کچه په يوه معتبر روغتون کې هېوادوالو ته په خدمت بوخت دی. ښاغلي لمر له ملي څخه د خپلو اسنادو له ترلاسلو وروسته د امريکې متحده ايالاتو د طبي جواز آزموينې يا USMLE آزموينه ورکړه او په لومړي پړاو کې يې بريالی شو، دا دی اوس د خپلو پرلپسې هلو ځلو په ترڅ کې د دې نړۍوالې آزمويې دويم پړاو ته نوماند شوی او منل شوی، چې ډېر ژر به دلته هم د خپلې گاللې خوارۍ ثمره وويني. ډاکتر لمر جاوېد او د ده کورنۍ ته د ده د دې سرخ‌رويۍ مبارکي وايو، برياوې يې په برخه!

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;