د نويو محصلانو د هرکلي او د غوره محصلانو د ستاينې غونډه
دا غونډه چې د ملي د لوړو زدهکړو موسسې د غونډو په تالار کې جوړ شو، پر جديدالشمول محصلانو سربېره، د درې گونو پوهنځيو غوره محصلانو، استادانو او د ملي مشرتابه هم گډون لاره. غونډې ته په پرانېستې وينا کې د محصلانو چارو مرستيال، دکتور عبدالحميد جليلي نويو محصلانو ته هرکلی ووايه او ژمنه يې وکړه چې د دې سترې کورنۍ د غړيو په توگه به دوی ته هر ډول درسي امکانات برابروي، د نوموړي په خبره ملي د لوړو زدهکړو موسسه هڅه کوي، يو داسې چاپېريال رامنځته کړي، چې د ټولو محصلانو د هيلو ښکارندوی وي. ښاغلي جليلي له محصلانو هم غوښتنه وکړه، چې له ادارې سره همکار پاتې شي او د چارو د ښهوالي په پار خپلې ستونزې، وړانديزونه او مشورې له دوی سره شريکې کړي، تر څو وکړای شي، د امکاناتو په رڼا کې ورته درسته رسيدهگي وکړي. په ورته وخت کې د علمي چارو مرستيال، استاد محمد حنيف معاذ هم محصلانو ته د ښهراغلاست تر څنگ نوموړيو ته د مناسب علمي بستر پر برابرولو ټینگار وکړ، ښاغلي معاذ د لوړو زدهکړو وزارت د نورمونو له مخې د باکيفيته نظري او عملي زدهکړو تر څنگ، د ټرانسپورت، لوبغالي، علمي او فرهنگي سفرونو ژمنې هم وريادې کړې، چې په خبره يې دوی په عمل کې ثابتې کړي دي. وروسته د محصلانو په استازولۍ نور اسلام خبرې وکړې او د ملي لوړو زدهکړو موسسې له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې په هره برخه کې يې د دوی لاسنیوی وکړی او په خبره يې دوی هر ډول امکانات او آسانتياوې برابرې کړي دي، هغه له نويو محصلانو څخه هم وغوښتل چې زيار وباسي او په درسي بهير کې د دوی پليوني شي. په پای کې د مرستيالانو او استادانو په لاسونو د درېگونو پوهنځيو غوره محصلانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.





