Image

د لوړو زده‌کړو وزارت د اکاډميکو چارو د څارنې او ارزونې رياست له لوري د ملي د ارزونې راپور

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او نظارت ریاست ته د یو عاجل ماموریت سپارښتنه شوې وه، ترڅو په ولایتونو او پلازمینه کابل کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له علمي او د محصلانو چارو له بهير څخه څارنه او نظارت وکړي. د لوړو زده کړو وزارت د راپور له مخې ياد پلاوي په بریالیتوب سره خپله دنده بشپړه کړه، چې د څار او نظارت په همدې بهير کې د ملي لوړو زده کړو موسسه هم شامله وه. د پلاوي د فيډبک په اساس، ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د اکاډمیکو او محصلانو چارو په دواړو برخو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي او دا بنسټ مثبت ارزيابی شوی دی، دا هغه څه دي، چې د لوړو زده‌کړو وزارت استول‌شوي پلاوي يې په خپل راپور کې يادونه کړې ده. د ياد پلاوي د راپور په يوه برخه کې، چې د لوړو زده‌کړو وزير هم تاييد کړې، راغلي: په عمومي توګه يادې موسسې په دواړو برخو کې د پام وړ رلاسته‌راوړنې لرلې، ياده موسسه په دواړو برخو کې د تحسين وړ وګرځېدله.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;