Oct د استاد بشير احمد حبيب د چاپ شوي اثر "کلينيکي انډوډانټيکس" د مخکتنې غونډه
نن تر غرمې دمخه د ملي لوړو زدهکړو موسسې د کنفرانسونو په خونه کې د استاد بشير احمد حبيب د کتاب "کلينيکي انډوډانټيکس" د مخکتنې غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته پر محصلانو سربېره، استادان او اداري کارکوونکي هم راټول شوي وو، چې په علمي او اکاډميک ډول یې د کتاب پر ارزښت او گټو خبرې وکړې. غونډه د موسسې علمي مرستيال استاد محمد حنيف معاذ په پرانيستونکې وينا سره پیل شوه. نوموړي په خپلو خبرو کې د استاد بشير احمد حبيب د اوږدمهاله علمي هڅو ستاينه وکړه او ټينگار يې وکړ چې د کتابونو ليکل او خپرول د يوې ټولنې د پرمختگ او پراختيا لپاره ډېر اړين دي، نوموړي د کتاب ارزښت او د ستوماتولوژۍ په برخه کې د کلينيکي انډوډانټيکس د کتاب علمي مقام ومانه. د غونډې په ترڅ کې د استادانو له ډلې استاد فهيم نوري او استاد وکيل احمد ابراهيمي هم ويناوې وکړې. استاد نوري د کتاب محتوا ته ژوره کتنه وکړه او هغه یې د محصلانو او مسلکي ډاکټرانو لپاره يو قيمتي مرجع وگڼله. استاد ابراهيمي په خپلو خبرو کې د کتاب عملي اړخونو ته اشاره وکړه او دا کتاب یې د ستوماتولوژۍ د زدهکړو لپاره اړين وباله. له محصلانو څخه، د ستوماتولوژي پوهنځي د لسم سمستر محصل وحيدالله او د همدې پوهنځي بل محصل عبدالغفار هم خبرې وکړې، نوموړيو د کتاب د ارزښت په اړه خپل نظرونه څرگند کړل او دا یې د خپلو عملي زدهکړو لپاره يو غوره مرستندوی ماخذ وگاڼه. دوی يادونه وکړه چې د کلينيکي انډوډانټيکس کتاب د عملي کار په برخه کې د ستونزو او ننگونو د حل لپاره عملي لارښوونې لري. په پای کې، استاد بشير احمد حبيب خپله وينا وکړه او د غونډې له ټولو گډونوالوڅخه يې د هغوی د راټولېدو مننه وکړه، هغه د کتاب د ليکنې او چاپ پر پروسې خبرې وکړې او دا یې د خپلې اوږدمهاله علمي تجربې يو خوندوره او اغېزناکه پايله وگڼله. استاد حبيب ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم د طب او ستوماتولوژۍ په ډگر کې خپلې علمي هڅې جاري وساتي.





