Image

د اغېزناکو اړيکو لارې چارې، يو ورځنی سيمينار

د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د مسلکي پراختیا مرکز د دې موسسې د علمي او اداري کارمندانو د ظرفیت‌لوړونې او غوره ادارې د رامنځته کولو په موخه د "اداره کې د موثرو اړیکو" تر عنوان لاندې سیمینار جوړ کړ. په سيمينار کې د موسسې استادانو، د ډيپارټمنټونو آمرينو او اداري کارکوونکو گډون کړی و. په دې سیمینار کې، د موسسې عمومي رئیس ډاکتر صداقت یعقوبي گډونوالو ته د اغېزناکه اړيکو د جوړولو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل. هغه په خپلو خبرو کې د ادارو په دننه کې د موثرو اړیکو ارزښت ته اشاره وکړه او د کارمندانو د اړیکو او همغږۍ په برخه کې يې خپلې عملي تجربې او وړانديزونه شريک کړل. گډونوالو دغه ډول سیمینارونه د ادارو د پرمختگ او مسلکي اړیکو په وده کې خورا گټورې وبللې او په راتلونکي کې هم د کارمندانو د وړتياوو لوړولو لپاره د ورته گټورو برنامو د تطبيق غوښتونکي شول.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;