Image

د ملي د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۴ کال متفرقه کانکور آزموینه ترسره شوه.

د ملي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د پسرلني کانکور متفرقه آزموينه د لسګونه داوطلبانو په ګډون ترسره شوه، چې له وړاندې يې په درې‌ګونو پوهنځیو (معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او حقوقو او سیاسي علوم) کې نوم‌لیکنه کړې وه.
د آزموینې د ترسره کولو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت پلاوي هم حضور درلود، تر څو د روڼتیا د تأمین په موخه د آزموینې بهیر له نږدې وڅاري.
د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسې سرپرست او د علمي چارو مرستیال، محمد حنیف معاذ، د آزموینې ګډونوالو ته په وينا کې له دوی او دوی له کورنيو مننه وکړه چې دا علمي مرکز يې د خپلو ارمانونو د پوره کېدو لپاره وټاکه، نوموړي د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي، اداري او دلته د زده‌کړو د کیفیت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې بریاليو محصلانو لپاره به لا غوره تحصیلي امکانات برابر شي.
آزموينه تر پايه په بشپړ شفافیت سره مخ ته لاړه او ټاکل شوې چې پايلې به يې د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسې د رسمي وېب‌پاڼې او ټولنیزو رسنیو له لارې ډېر ژر خپرې شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;