ملي د نړۍ د 422 پوهنتونونو تر منځ 275م مقام خپل کړ.
د يوې نړيوالې معبترې ادارې د درجهبندۍ له مخې، ملي د لوړو زدهکړو موسسې د 422 پوهنتونونو تر منځ په رسمي ډول 275م مقام خپل کړ.
دا اداره (Higher Education Ranking) نوميږي او د کانديد پوهنتونونو آنلاين ارزونه يې په روانه مياشت کې بشپړه کړه، د ارزونې دغه چارې د يادې ادارې د تخنيکي ټيم له لوري مخ ته وړل شوي، چې څېړنه، تدريس، د محصلانو فراغت، پوهنځي او کارکوونکي، اقتصادي وضعيت، مديريت او ګڼ نور يې شاخصونه او معيارونه دي، دوی په بشپړې ځيرنې او روڼتيا دقت دا درجهبندۍ په خپلې وېبپاڼه کې خپرې کړي دي.
سره له دې چې يادې درجهبندۍ ته هره مياشت لسګونه پوهنتونونه د ثبتېدو وړانديز کوي او لا پياوړي پوهنتونونه يې غړيتوب ترلاسه کوي، ملي د لوړو زدهکړو موسسې د خپلو همکارانو پر مټ خپل رېنکېنګ ثابت ساتلی.
ملي د لوړو زدهکړو موسسه خپلو ټولو علمي او اداري کارکوونکو، محصلانو او فارغانو ته د دې سترې لاستهراوړنې مبارکي وايي او د باکيفیته لوړو زدهکړو د وړاندېکولو په برخه کې خپل تعهد بيا تازه کوي.
د HERANKING د درجهبندۍ پړاوونو او د دې ادارې په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره د يادې ادارې رسمي وېبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.





