Image

د ملي لوړو زده‌کړو موسسې ستراتيژيک پلان تاييد شو.

د ۱۴۰۴ - ۱۴۰۸ لمريزو کلونو لپاره د ملي لوړو زده‌کړو موسسې پنځه‌کلن ستراتيژيک پلان تاييد شو، دا سند چې د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د معنوي پیاوړتیا او بقا، علمي کیفیت، څېړنيزې غنامندۍ او معیاري تحصیلي برنامو د پراختیا لپاره یو واضح لوری ټاکي، له پراخ زيار او هڅو وروسته د لوړو زده‌کړو درانه وزارت له لوري تاييد شو.

 پلان د پراخو تخنیکي ارزونو، هراړخيزو مشورو او علمي همکاریو پر بنسټ چمتو شوی او موخه یې دا ده چې ملي به د ټولنې له اړتیاوو سره سم مؤثر، ځواب‌ويونکي او منل‌شويو معیارونو سره برابر خدمات وړاندې کړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;