د ملي او التقوا ترمنځ د دوهاړخيزو همکاريو پوهاوليک لاسليک شو.
د ملي لوړو زدهکړو مؤسسې د عمومي رييس پوهندوی خالد احمد حبيب تر
مشرۍ لاندې يو پلاوي ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې له التقوا لوړو زدهکړو
موسسې سره د ګډو همکاريو پوهاوليک لاسليک کړ، د دې سند د لاسليک پر مهال د ملي
لوړو زدهکړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد حنیف معاذ او د څېړنې او علمي مجلې
رئیس عزیزاحمد فضلي هم حاضر وو.
د ملي لوړو زدهکړو مؤسسې رهبري پلاوي التقوا د لوړو زدهکړو مؤسسې
مختلفې برخې وليدې او په ترڅ کې يې د دواړو بنسټونو ترمنځ د دوهاړخيز تفاهم، ګډو
علمي همکاریو او اغېزناک تعامل په موخه پوهاويلیک هم لاسلیک شو.
د پوهاوليک د متن له مخې به د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي څېړنو،
سیمینارونو، علمي منابعو د شریکولو، د استادانو او محصلانو ترمنځ د تجربو تبادلې
په برخو کې ګډه همکاري رامنځته شي.





