Image

ملي د لوړو زده‌کړو موسسه له Resarch4life بنسټ سره ثبت او پرليکه شو.

د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او نړۍوالو علمي منابعو ته د لاسرسي د دوام په موخه، له Research4Life بنسټ سره ثبت او پرليکه شو، دا اقدام به د ملي استادانو، محصلانو او څېړونکو ته دا زمینه برابره کړي چې د نړۍ له سترو علمي خپرونو، معتبرو ژورنالونو، مجلو، کتابونو او څېړنيزو سرچينو څخه په وړيا ډول گټه پورته کړي.

د یاد بنسټ له لارې به د ملي لوړو زده‌کړو موسسې څېړنیز چاپېریال لا پسې غنی شي او زموږ محصلان او څېړونکي به وتوانېږي چې خپلو څېړنو ته له نړۍوالو معیارونو سره برابرې سرچینې ومومي.

Research4Life  یو نړۍوال بنسټ دی چې د څلورو لویو برنامو له لارې مخ‌پر ودې هېوادونو ته د علمي معلوماتو لاسرسی برابروي، دا بنسټ د روغتيا او حقوقو په گډون په پنځو برخو کې د نړۍ تر ټولو معتبرې علمي منابع په وړیا یا هم خورا کم لگښت وړاندې کوي.

د ملي لوړو زده‌کړو موسسه خپلو ټولو استادانو، څېړونکو او محصلانو ته بلنه ورکوي چې له دې مهم فرصت څخه گټه واخلي، خپل څېړنيز فعاليتونه پراخ کړي او د هېواد په علمي او تحقيقي  ډگر کې لا پسې وځليږي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;