د ملي او پکتيا پوهنتون ترمنځ پوهاولیک لاسليک شو.
د ملي لوړو زدهکړو موسسې او پکتیا پوهنتون ترمنځ د اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه پوهاوليک لاسلیک شو، دغه پوهاوليک د ملي لوړو زدهکړو موسسې د ريیس پوهندوی خالد احمد حبیب او د پکتیا پوهنتون د رییس مولوي عبدالحکیم حمدي له لوري لاسلیک شو.
یاد هوکړه ليک به د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ د څېړنو د پراختیا، کیفیتلوړونې، علمي تجربو د تبادلې او د علمي کادر د ګومارنې په برخو کې اغېزناکو همکاریو ته زمينه مساعده کړي.





