د علمي کادر غړيتوب لپاره تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
نن د پکتیا پوهنتون د علمي چارو د مرستیال استاد عبدالله مسلم په مشرۍ
او د معالجوي طب پوهنځي د درېيو علمي کادري غړو په حضور کې، د ملي لوړو زده کړو
موسسې د معالجوي طب پوهنځي د کلینیک، پاراکلینیک او بېسک ساينس ډیپارټمنټونو اړوند د پنځو علمي
کادري بستونو لپاره تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د لوړو زدهکړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د تقرر، ترفیع او انفکاک آمر تر نظارت لاندې ترسره شوه، چې موخه یې د علمي کادر لپاره د وړ او مسلکي کسانو ټاکل وو، د ازموینې په پایله کې لاندې نوماندان بریالي او ټاکليو بستونو ته يې لاره ومونده:
متخصص ډاکتر محمد شاپور بختیار
متخصص ډاکتر عبدالحی هاشمي
ډاکتر فردین آصفي
ډاکتر مسیحالله عمر محمدي
استاد محمد خالد صدیقي
یاد نوماندان به د ټاکل شوو علمي بستونو په چوکاټ کې د معالجوي طب پوهنځي د علمي کادر د غړیو په توګه خپل فعالیت پیل کړي.





