د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ملي لوړو زدهکړو موسسې ستراتيژيک پلان وستايل شو.
د ملي د لوړو زده کړو موسسې پنځه
کلن ستراتیژیک پلان، چې په تېرو اووه میاشتو کې ترتیب شوی، نن د لوړو زده کړو
وزارت له لوري وستایل شو. دا ستراتیژیک پلان چې په حقيقت کې د موسسې یو جامع او
واقعبینانه لارښود دی، د لوړو زدهکړو وزارت له ملي ستراتیژیو سره په مطابقت کې
چمتو شوی او موخه یې د علمي کیفیت لوړول، اداري پراختیا او د زدهکړو د چاپېریال
معیاري کول دي.
ملي د لوړو زدهکړو موسسه د لوړو زده کړو وزارت له دې ارزښتنمنې ارزونې او ستاینې مننه کوي او ژمنه کوي، چې د پلان له مخې به خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.





