Image

ملي، د يوې نوې علمي برنامې د ايجاد منظوري ترلاسه کړه.

ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د علمي پرمختګ او تخصصي زده‌کړو د پراختيا په لړ کې يو بل مهم ګام پورته کړ، تر پرلپسې هڅو وروسته، تازه يې د فارمسي پوهنځي لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا رسمي جواز ترلاسه کړی، چې له مخې يې، د يو شمېر پړاوو تر طی کولو وروسته، ډېر ژر به د دې نوې علمي برنامې عملي چارې پیل شي.

 دا علمي برنامه به له علمي معیارونو، مسلکي استادانو، مجهزو لابراتوارونو او عملي فرصتونو سره یو ځای، زده‌کوونکو ته د فارمسي په برخه کې معیاري زده‌کړې وړاندې کړي او ټاکل شوې چې عملي چارې يې له اړینو مقدماتي پړاوونو، لکه: علمي نصاب، تدریسي امکاناتو، کادري تشکیل او بنسټیزو اړتیاوو تر بشپړېدو وروسته، په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

 د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د دې برنامې تاييد، د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د ظرفیت او علمي اعتبار نښه بلل کېږي، چې دا په‌خپله د هېواد د روغتیايي سکتور په برخه کې د پرمختګ ښکارندوی دی، د دې برنامې له لارې به د فارمسي په برخه کې محصلان روزل کيږي، چې وبه‌کړای شي، په هېواد کې د درملو د کیفیت کنټرول، تولید، عرضې او د عامې روغتیا د ودې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

 د فارمسي پوهنځي د علمي برنامې ايجاد لپاره هلې ځلې وروسته تر هغې ګړندۍ شوې، چې د دې څانګې ګڼ شمېر مينه‌والو له ملي څخه د فارمسي پوهنځي د ايجاد غوښتنې وکړې، ملي د لوړو زده‌کړو موسسه هم ژمنه ده چې د کیفیت، معیاري زده‌کړو او تحصيلي اړتیاوو ته په پام، د هېواد د علمي او مسلکي برخو د غښتلتیا لپاره کارنده ګامونه واخلي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;