Image

د کیفیت لوړاوي د یوولس‌ګونو معیارونو د تشرېح درې‌ورځنی ورکشاپ پیل شو

د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري، د استادانو او اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه، یو درې ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو، چې ټاکل شوې ده، دا ورکشاپ درې ورځې دوام ومومي.

ورکشاپ د مؤسسې د څېړنو او علمي مجلې د رئیس، ښاغلي عزیز احمد فضلي، په پرانېستونکې وینا پیل شو. نوموړي د کیفیت لوړاوي لومړی معیار، چې د پوهنتونونو د ارزونې بنسټیز اصل ګڼل کېږي، په تفصیل سره تشریح کړ او د یاد معیار اړوند یې ګډونوالو ته هر اړخیز، مستند او علمي معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د کیفیت لوړاوي آمر، بصیرالحق عادل، د ورکشاپ لړۍ وغځوله او د دویم او دریم معیارونه یې یو په بل پسې، د بېلګو او واقعي مواردو پر مټ وړاندې کړل، نوموړي د کیفیت لوړاوي په اډانه کې د یادو معیارونو اهمیت او ارزښت وښود او ګډونوال یې وهڅول چې یاد معیارونه د خپلو اداري او علمي چارو محور وګرځوي، د ورکشاپ د لومړۍ ورځې په پای کې، وړاندې‌کوونکو د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسه ژمنه ده چې د استادانو، اداري کارکوونکو او ټولو اکاډمیکو برخو د ظرفیت لوړونې لپاره به ورته مسلکي برنامې دوامداره کوي، ترڅو اداره له ملي او نړۍوالو معیارونو سره لا برابره شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;