Image

ملي د لوړو زده کړو موسسه، د UniRank له‌خوا د هېواد په کچه د غوره تحصيلي بنسټونو په نوم‌لړ کې

د UniRank نړۍوالې درجه‌بندۍ له مخې، ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې غوره ځای خپل کړی دی، دا لاسته‌راوړنه د موسسې د علمي، څېړنیزو او روزنیزو فعالیتونو ښکاره نښه ده او ښيي چې ملي د هېواد له پولو ورهاخوا په نړۍوالو معيارونو برابريږي او له نوم او باور څخه برخمن کيږي.

 UniRank يوه نړۍواله معتبره وېب‌پاڼه ده، چې د ټولې نړۍ په کچه زرګونه پوهنتونونه، د هغوی د آنلاین/حضوري زده‌کړو، څېړنو، مقالو، نړۍوالو همکاریو او علمي اغېزو پر بنسټ ارزوي او درجه بندي يې د خپلې وېب‌پاڼې له لارې خپروي.

 نورو جزیاتو لپاره، UniRank  وېب‌پاڼې ته مراجعه وکړئ:

 https://www.unirank.org/af/uni/mili-institute-of-higher-education

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;