د معياري څېړنو ترسرهکول او له ټولنې سره يې د پايلو شريکول، يوورځنی کنفرانس
د کيفيت
لوړاوي د شپږم معیار (د معیاري څېړنو ترسره کول او له ټولنې سره یې د
پایلو شریکولو) په اساس د ملي پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې ریاست له لوري علمي
کنفرانس وشو.
په دې علمي کنفرانس کې د پنځو ترسره شويو څېړنو پایلې له سکتوري ادارو، ټولنې، استادانو او محصلانو سره شریکې شوې، یاد کنفرانس د علمي تجربو د تبادلې، د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د معیاري څېړنو د ترویج په موخه ترسره شو، چې په وړاندې شوو څېړنو کې د لاندې استادانو څېړنې شاملې وې:
استاد عزیز احمد فضلي
استاد نصیراحمد لطیفزی
استاد اجمل خان مندوزی
استاد رسول خان حیات
د ملي پوهنتون مشرتابه له ټولو گډونوالو، څېړونکو او استادانو څخه مننه کوي، چې د علمي پرمختگ او څېړنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې ونډه اخیستې ده.