د کارکوونکو د ظرفيتلوړونې پر لور يو بل ګام
د ملي پوهنتون کارکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې د زدهکړې کورس پيل شو، چې د پوهنتون اداري او علمي کارکوونکو د ژبنيو مهارتونو د پياوړتيا په هدف طرحه شوی، د دې ښوونيزې برنامې موخه دا ده، تر څو دوی وکړای شي، د دندو اجراء پر مهال لا اغېزناک رول ولوبوي.
د کورس د تدريس چارې استاد اجمل خان مندوزی پر غاړه لري او تمه ده چې په ټاکلې موده کې د ګډونوالو د انګلیسي ژبې د ليک، لوست او خبرو اترو مهارتونه لا پياوړي شي.





