د ملي پوهنتون له راروان کنفرانس څخه يو شمېر لوړپوړو چارواکو ملاتړ څرګند کړ.
د ملي پوهنتون رییس، پوهندوی خالد احمد حبيب، د پوهنتون د علمي څېړنې او مجلې د
رییس، عزیزاحمد فضلي، په ملتیا د اقتصاد له وزیر، قاري دین محمد حنیف او یو شمېر
نورو لوړ رتبه امارتي چارواکو سره وکتل،
یاده ليدنه
د همغږۍ او علمي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ملي
پوهنتون له لوري د دایرېدونکي ملي علمي – څېړنیز کنفرانس «په افغانستان کې د درملو
منطقي استعمال او راتلونکی لیدلوری» اړوند هر اړخیز معلومات له ښاغلي وزیر او نورو
مشرانو سره شریک شول، په دې
معلوماتو کې د کنفرانس موخې، علمي محورونه، د هېواد د علمي او څېړنیز بهیر لپاره یې
ارزښت او د دولتي بنسټونو د ونډې اهمیت تشرېح شو.





