د خزاني سمستر نهايي آزموينې پيل شوې.
د ملي پوهنتون د اکاډميک تقويم له مخې، د مختلفو پوهنځيو د
خزاني سمستر نهايي آزموينې په رسمي ډول پيل شوې، چې د بهير د نظارت په موخه د پوهنتون مشرتابه
هم ورغلی و.
د آزموینې تر پيل دمخه، د ملي پوهنتون رییس پوهندوی خالد احمد حبيب محصلانو ته هڅوونکې وینا وکړه او د سمستر په اوږدو کې يې د دوی د پابندۍ او مشقتونو ستاينه وکړه، د نوموړي په وينا، دا هغه ورځې دي چې هر محصل به د خپل گاللي زحمت په اندازه ثمره ترلاسه کوي، ښاغلي حبيب استادانو ته د بشپړې روڼتيا د تامين لارښوونه وکړه او هيله يې وښوده چې چې دا آزموینې به راتلونکو سمسترونو لپاره د محصلانو د لا ډېرې خوارۍ او هڅونې انگېزه وگرځي.





