Image

د ملي پوهنتون د پنځو استادانو ګومارنه

د ملي پوهنتون د معالجوی طب او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو پنځه تنه استادان، د رسمي پړاوونو تر بشپړولو وروسته، په رسمي توګه د علمي کادر غړي شول.

د يادو استادانو د ګومارنې پروسې له بشپړېدو سره به، ملي پوهنتون، د کیفیت، تدریس او اکاډمیک پرمختګ په برخو کې لا پسې پیاوړې او اغېزناک شي.

د ملي پوهنتون مشرتابه د لوړو زده‌کړو وزارت له صادقانه هڅو، همکاریو او دقت څخه مننه کوي، چې د دغې علمي پروسې په روڼتيا او بشپړاوي کې یې کارنده ونډه واخیسته.

د ملي اداره هيله لري، چې د نویو استادانو له جذب سره به د درسي بهير کيفيت لا منسجم او محصلانو لپاره د علمي روزنې زمینه نوره هم غښتلې شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;