د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځيو د محصلانو فراغتغونډه
د ملي پوهنتون د معالجوي طب او
ستوماتولوژي پوهنځيو د محصلانو فراغت، د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه،
چې په کې د پوهنتون د مشرتابه تر څنګ، د فارغانو د کورنيو سلګونه غړو هم ګډون کړی
و.
د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد
احمد حبيب د پيل د ويناوال په توګه فارغو محصلانو ته مبارکي وويله او د استادانو
علمي هڅې او د کورنيو معنوي مشقت او مالي ملاتړ يې د دې بريا مهم لاملونه وبلل،
نوموړي له فارغانو وغوښتل چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، خپل مسلکي ظرفيتونه لا
پياوړي کړي او د ټولنې د خدمت لپاره د طبابت په برخه کې ځانونه مسوول وبولي.
ورپسې د ملي پوهنتون د ټولنيزو او
حقوقي چارو سلاکار، پوهندوی سعيدالرحمن احساس، وينا وکړه، ده د مبارکۍ تر څنګ په
ټولنه کې د ډاکترانو پر رول، د مسلکي روغتيايي کادرونو پر ارزښت او د هېواد د
روغتيايي سکتور د پياوړتيا لپاره د متخصصو ډاکترانو پر شتون خبرې وکړې، ښاغلي
احساس ټينګار وکړ، چې دوی دې ځانونه نورو علمي پړاوونو ته چمتو کړي، تر څو پر ځان
باور يې لا پسې لوړ شي.
د اولياوو په استازولۍ مـفـتـي
سردار محمد معاذ وينا وکړه او د ملي پوهنتون له ټولو علمي او اداري کارکوونکو يې د
دوی د ګالليو زحمتونو مننه وکړه، نوموړي دا ورځ د ملي د منسوبينو د هڅو پايله
وبلله او دوی ټولو ته يې د نور توفيق غوښتنه وکړه.
وروسته د محصلانو په استازولۍ
افتخار احمد اسحاق او عصمت الله خبرې وکړې، دوی د خپل اوږده تحصيلي سفر له
ستړياوو، لوړو ژورو او ننګونو يادونه وکړه او د ملي پوهنتون له مشرتابه، استادانو
او اداري کارکوونکو څخه يې د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه.
د غونډې په وروستۍ
برخه کې محصلانو د ادارې له هڅو او زحمتونو څخه د قدردانۍ په موخه د پوهنتون
مشرتابه ته يو مننليک وسپاره، تر دې وروسته د تصديقپاڼو او تنديسونو د وېش مراسم
ترسره شول او په پای کې د دود په توګه د سوګند مراسم ترسره شول، چې فارغانو پهکې
له خپل مسلک سره د ژمنتيا او له ولس سره د اخلاص لوړه کړې وه.





