Image

له علمي او اداري کارکوونکو سره د همغږۍ جلا ناستې وشوې.

د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب، د نوي کال په درشل کې له علمي او اداري کارکوونکو سره په دوو جلا ناستو کې وليدل.

په لومړۍ ناسته کې چې له علمي کارکوونکو سره وشوه، د تدريسي چارو پر لا همغږۍ، د علمي فعاليتونو د موثريت پر لوړاوي او نوي کال ته  د نوي علمي برنامو په اړه بحث وشو، ښاغلي  حبيب د تدريسي بهير د کيفيت، د درسي پلانونو د پلي‌کېدا او د محصلانو د جذب په برخه کې پر ګډو همکاريو هم ټينګار وکړ.

په دويمه ناسته کې چې له اداري کارکوونکو سره وشوه، د نوي کال لپاره د کاري پلانونو او ګزارشونو د ترتيب، د اداري چارو د چټکتيا او شفافيت، د څانګو ترمنځ د همغږۍ او د پسرلني کانکور لپاره د چمتووالي بحث موضوعات وڅېړل شول، د پوهنتون رييس ټينګار وکړ چې ټولې څانګې دې خپل کلني پلانونه او راپورونه پر وخت چمتو کړي، څو د پوهنتون عمومي فعاليتونه په منظم ډول پر مخ ولاړ شي.

د ناستو په پای کې ګډون‌والو خپلې يو شمېر غوښتنې، وړانديزونه او نظريات هم د پوهنتون له مشرتابه سره شريک کړل.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;