د ملي پوهنتون له لوري په برياليتوب سره د ملي علمي ـ څېړنيز کنفرانس ترسراوی
د ملي پوهنتون له لوري د روان لمريز
کال د ليندۍ په ۲۶ او ۲۷ نېټو ملي علمي - څېړنيز کنفرانس په برياليتوب ترسره شو،
چې لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د درملو په تړاو پراخ مسلکي او علمي بحثونه وشول.
په دې کنفرانس کې د هېواد له
بېلابېلو سيمو څخه متخصصينو، استادانو او څېړونکو ګډون کړی و او د درملو د معقولې
کارونې او تګلارو په اړه يې خپلې څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.
ياد کنفرانس د افغانستان د روغتيايي
سکتور په برخه کې يو اغېزناک ګام و، چې پاليسيسازه ادارو لپاره يې ګټور او
ارزښتمن وړانديزونه وکړل.
د دې کنفرانس له پيله تر پايه د ملي پوهنتون ټولې هڅې او فعاليتونه په دې راپور کې رانغاړل شوي دي، د لاندې تړوني په کېکاږلو سره يې د ملي پوهنتون په وېبپاڼه کې ولولئ!





