Image

د جنډر د پالېسۍ د پېژندنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې پر رهبرۍ سربېره استادانو او محصلانو ګډون کړی و. ګډونوالو ته په خبرو کې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د موضوع پر ارزښت وغږېد او له انساني منشا راټوکېدلي دې مهم بحث په اړه يې لنډه وينا وکړه. نوموړي وويل: د جنډر رعايت نن سبا د انساني ټولنې يوه اساسي اړتيا او له پامه‌ نه غورځېدونکې پديده ده. موږ ژمن يو چې په خپل کاري او درسي چاپېريال کې د نارينه‌و او ښځينه‌و رول ته په کتو، دوی وګمارو، تر څو د هېچا حق پايمال نه شي. ورپسې د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ د بنسټ (EPD) د برنامو مسوله شيلا قيومي وغږېده او په ادارو کې د جنډر د نه ساتل کېدو له امله د تاوتريخوالي د رامنځته شويو پايلو په اړه وغږېده او زياته يې کړه چې هر څومره چې د نارينه يا ښځينه رول له پام غورځول کيږي، ټولنه د بدبختۍ لور ته ځي. د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د جنډر د کمېټې مسوولې، پريسا زماني د موسسې د يادې کمېټې د تشکيل او کاري بهير په اړه وغږېده او له محصلانو او کارکوونکو يې هيله وکړه چې له دوی سره همکار پاتې شي. بيا د کابل پوهنتون استاد جاوېد سادات د موضوع په تړاو خپل پرېزېنټېشن وړاندې کړ چې په کې د جنډر پر تعريف سربېره، تاريخي شاليد، په ختيځ او لويديځ کې د دې پديدې د رامنځته کېدا پر لاملونو او نورو مهمو اړخونو بحث شوی و.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;