Image

د افغانستان د طبي محصلينو له ټولنې AMSA سره د گډو همکاريو تړون لاسليک شو.

جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې د ملي د محصلانو چارو مرستيال عبدالصبور مومند له طبي ادارو سره د دې بنسټ پر اړيکو وغږېدو او ژمنتيا يې وښوده چې د خپلو محصلانو او ځوان کهول د ظرفيت‌لوړونې په موخه به هېڅ سالم فرصت له لاسه ور نه کړي. د يادې ټولنې (AMSA) د اړيکو مسول ډاکتر مرتضی مايل احمدی، د محصلينو طبي ټولنه معرفي کړه او زياته يې کړه چې دا ټولنه په نړيواله کچه د طبي محصلينو د هغه فدراسيون غړيتوب لري چې له وړاندي ۹۵ هېوادونه په کې گډ دي. د نوموړي په خبره د دوی ټولنې د هېواد په کچه له ۲۱ دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ورته پوهاوليکونه لاسليک کړي چې له ملي سره پر لاسليک به يې نور هم وياړمن شي. وروسته پوهاوليک د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې د معالجوي طب پوهنځي د رييس ډاکتر حيدرخان حيدر او د ډاکتر مرتضی مايل احمدي له لوري لاسليک شو، چې په رڼا کې به يې د دواړه لوري د محصلانو د ظرفيت‌لوړوونې او د څېړنيزو پروژو د عملي کولو په برخه کې يو له بل سره همکاري کوي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;