د حقوقي کلينک له لوري د تمثيلي محکمې ترسره کېدل
دا محکمه د وژنې د يوې قضيې په تړاو وه چې يوه مېرمن د خپل خاوند په قتل تورنه شوې وه او د قضيې څارنوال ادعا لرله چې قتل عمدي دی؛ اما مدافع وکيل، د قضيې له تورنې څخه دفاع مشروع گڼله او دليل يې دا و چې مېرمنه له ځان څخه د دفاع په پايله کې په قتل اوښتې. په پای کې قاضيانو د جزا د اړوند کوډ له مخې (له مشروع حق څخه د دفاع تېري) پرېکړه واوروله. دا محکمه چې د مؤسسې د علمي او اداري مرستيالانو، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د رييس او استادانو په شتون کې جوړه شوې وه، مالي او اداري مرستيال استاد عبدالصبور مومند د محکمې ارزونه وکړه. نوموړي د محکمې ممثلينې د رښتيني او مسلکي تمثيل په خاطر وستايل او دا يې د کيفيت په لاره کې اغېزناک گام وباله. د علمي چارو مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث په خپلو هڅوونکو خبرو کې د عملي کار دا بهير وستايه او ټينگار يې وکړ چې دا لړۍ دې ادامه ومومي. د مدافع وکيلانو ټولنې د رهبرۍ غړي محب الرحمن رحماني دا محکمه د ټولو قوانينو له موازينو سره برابره وگڼله او ترسرهکوونکي يې وستايل. په پای کې د محکمې مسوول استاد بلال احمد خطير د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه يې وکړه چې د همدې سمستر په ترڅ کې به ورته نورې محکمې هم ترسره کوي.





