د اسلام له نظره د روږدتيا حراموالي ته کتنه؛ يو ورځنی سيمينار
دا سيمنيار چې د اسلامي ثقافت د څانگې د استاد، دوکتور بشير احمد مؤحد له لوري وړاندې شو، د موضوع بېلابېل اړخونه په کې د بحث تر پوښښ لاندې راغلل. دوکتور مؤحد په دې سيمينار کې د روږدتيا پر ډولونو، د روږدېدو لاملونه او زيانونه، له روږدېدو څخه څخه د مخنيوي لارې چارې او په دې اړه د استادانو او محصلانو پر مسووليتونو بحث وکړ. له بده مرغه په اوس وختونو کې مخدره توکي او روږدتيا زموږ د ټولنې يوه ننگوونگې موضوع ده، چې د ټولنې يوه لويه برخه پرې اخته ده. روږدي کسان نه يوازې ځان، بلکې خپلې او کورنۍ او ټولنې لپاره هم د سرخوږي لامل شوي دي. ملي د لوړو زدهکړو مؤسسه په ټولنه کې د خپلو ټولنيزو فعاليتونو او عامهپوهاوي د خپرونو په لړ کې، د ورته غونډو په جوړولو، غواړي د مخدره توکو په راکمولو او د روږدتيا په له منځه وړلو کې غوښنه ونډه ولري، تر څو يوه روغه او له هر ډول بېنظميو څخه خوندي ټولنه ولرو.





