Image

له روږديتوب سره مبارزه او د مخدره توکو زيانونه

د معالجوي طب پوهنځي له لوري په دې يو ورځني سيمينار کې گڼو محصلانو، استادانو او يو شمېر اداري کارکوونکو برخه واخېسته. د سيمينار تر پيل دمخه د ملي د لوړو زد‌ه‌کړو موسسې علمي مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث دا سيمينار له علمي اړخه ټولو محصلانو ته گټور وباله. د نوموړي په خبره، په وروستيو څو لسيزو کې نشه‌يي توکي افغانانو ته د يوې زهرجنې ډالۍ په توگه پاتې شول چې لا هم دا ولس ترې کړيږي او بدې پايلې يې گالي. ده د پل سوخته د معتادينو په برخه کې د واکمن نظام هڅې وستايلې او دا يې په دې برخه کې له شهکاره کمه ونه گڼله. ورپسې د مسلکي پراختيا د مرکز يا PDC مشر، دوکتور بشير احمد مؤحد د روږديتوب په اړه عمومي پرېزېنټېشن وړاندې کړ. نوموړي په دې برخه کې د اعتياد يو شمېر هغه ډولونه ياد کړل چې د ټولنې وگړي پرې اخته دي، خو دوی ته خپل اعتياد، ناروغي نه ښکاري. د بېلگې په توگه: د سايبري سکس روږديتوب، شبکه‌يي اجبارونه لکه قمار، د آنلاين ويډيو گېمونو اعتياد او يو شمېر نور. بيا د طب پوهنځي استاد، ډاکتر حکيم الله صالح د مخدره توکو پر روږدتيوب هر اړخيز بحث وکړ او د طب له نظره يې يو په يو تشرېح کړل. د ښاغلي صالح په ټکو، د مخدره توگو اعتياد يوه پټه بلا ده چې په پيل کې ډېر زيانموونکی نه ښکاري، خو د يوې پټې بلا په توگه په لږه موده کې د يوه انسان او يوې کورنۍ زنده‌گي لولپه کوي. نوموړي له بيولوژيکي اړخه د معتاد شخص نښې، د مخدره توکو کېمياوي ترکيب او د دې توکو د کارولو په پايله کې په انساني وجود کې راپيدا کېدونکې ناروغۍ او نيمگړتياوې تشرېح کړې.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;