Image

د معدې سرطان د کنترول په اړه د پوهاوي سيمينار ترسره شو.

دغه سيمينار چې د عامې روغتيا وزارت د سرطان د کنترول د ملي مرکز له لوري پلی شو، د ملي لوړو زده‌کړو مؤسسې د مختلفو پوهنځيو ښځينه محصلانو او استادانو په کې گډون لاره. په پيل کې د مسلکي پراختيا مرکز مسؤل ډاکتر بشير احمد مؤحد د سيمينار پر منځپانگه او ارزښت خبرې وکړې. ورپسې د عامې روغتيا وزارت د سرطان د کنترول د ملي مرکز د اړيکو مرستيالې ډاکتر فرشتې رحماني د موضوع په تړاو سيمينار وړاندې کړ. هغې د خپلو خبرو په يوه څنډه کې وویل: په گڼو دولتي روغتونونو کې د سرطان د کنترول او درملنې مرکزونه فعاليت کوي، چې عملاً يو شمېر ناروغان په کې درملل کيږي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;